دپیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزي د همغږی عالي کمیسیون د کاري کمیټي دریمه غونډه

دپیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزی د همغږي عالي کمیسیون د کاری کمیټي دریمه غونډه په ۱۸/۱۱/۱۴۰۲ ه ش نېټه چي د ۲۶/۷/۱۴۴۵ ه ق سره سمون خوري د مالي رپوټونو او معاملو د شننی مرکز د عمومي آمر محترم جمال ناصر رئوفي په مشری د ۱۲ تنو استازو چی د بهرنیو چارو محترم وزارت ، د کورنیو چارو محترم وزارت ، دعدلیي محترم وزارت ،د استخباراتو دمحترم لوي ریاست ، او د ستري محکمي د باصلاحیته استازو په یاده غونډه کی ګډون درلود د افغانستان بانک د عالي شوری په تالار کښي جوړه شوه.

په پیل کښي د همغږي عالي کمیسیون د کاري کمیټي رئیس ښاغلی رئوفی دکمیټي غړو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د پیسو وینځلو او نورو مالي جرایمو سره د مبارزي په برخه کښي په ملي او نړیواله کچه ددي غونډي پر اهمیت رڼا واچوله او د نورو اړونده ادارو پر هر اړخیزی همکاریو ټینګار وکړ .

همداراز محترم رئوفي زیاته کړه چي د افغانستان دمالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز دټولو نړیوالو همکارانو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي دي او جدي اړتیا ده چي دپیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو په تړاو د همغږي عالي کمیسیون د پریکړو او د مالي اقداماتو د کاري ډلي FTAF دسپارښتنی په سمه توګه عملي او پدي برخه کښي مؤثر میکانیزم رامنځ ته شی .

همدارنګه د اجنډا سره سم د همغږي عالي کمیسیون د دارلانشاء د غړو له لوري د کاري کمیټي پر دندو او صلاحیتونو سربیره دپیسو وینځلو ، د هیواد په ځمکنیو سرحداتو او هوائي ډګرونو کي د مخدره توکو ، اسعارو ، طلا ، او کریمیه احجارو دقاچاق په برخه کښي د اړوندو ادارو تر منځ د مالوماتو د شریکولو په برخه کښي او همداراز د ظرفیت د لوړولو په برخه کي د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په تړاو د غونډي ګډونوالو ته مفصل مالوماتو وړاندي کړل.

د همغږي د عالي کمیسیون د کاري کمیټي د دریمي غونډي په پاي کښي د پورته ذکر شوی ادارو استازو له لوري د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو په اړه د خپلو ادارو د کړنو رپوټ وړاندي کړ او یو ځل بیا یي په دی یاده برخه کښی د ښه همغږي او هر اړخیزي همکاري پر دوام ‌‌‌ژمنه وکړه.